د نوښار د ګل مارکېټ په سستا بازار کې ،د جون په ۶مه، د شپې د ناڅرګنده لاملونو له امله د ټېلو او کېبن نما دوکانونو په برخه کې اور ولګېد، چې له امله يې ځایي سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، د اور لګېدنې خبر تر ترلاسه کېدو وروسته د نوښار د بېلابېلو سټېشنونو د اور وژنې ډلې، د اور وژنې ګاډو او عملې سره سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او د اور مړ کولو عمليات يې پېل کړل.
چارواکي وايي، اور په سستا بازار کې د ټېلو او کېبن نما دوکانونو کې په چټکۍ سره خپرېده او د مرکزي ګل مارکېټ او شاوخوا تجارتي مرکزونو ته يې جدي خطر پېښ کړی و. له همدې کبله د ضلعې له بېلابېلو برخو او د مردان او پېښور څخه اضافي د اور وژنې ګاډو او عملې هم په عملیاتو کې برخه واخیسته.
د ريسکيو ۱۱۲۳ د اور وژنې ډلو له بېلابېلو اړخونو عمليات ترسره کړل او تر درې ساعته پرله پسې هڅو وروسته يې پر پراخه سيمه خپور شوی اور تر کنټرول لاندې راوست.
چارواکي وايي، د ريسکيو پر وخت او اغېزمنو هڅو له امله اور مرکزي ګل مارکېټ ته د رسېدو مخه ونيول شوه او شاوخوا دوکانونه، تجارتي مرکزونه او سوداګر د ميليونونو روپيو له احتمالي زيان څخه وژغورل شول.
بلخوا، د ګل مارکیټ ځایي سوداګرو د نوښار په شوبرا چوک کې احتجاج کړی، او ویلي دي چې د اور له امله د دوي ګڼ شمېر دوکانونه له منځه تللي دي او په دوکانونو کې د کروړونو روپیو کپړه، کمبلې، څپلۍ او نور شیان سوځېدلي دي. سوداګرو د حکومت نه غوښتنه کړې، چې دوي سره دې مرسته وکړي او سوځېدلي دوکانونه دې بېرته جوړ کړي.
تر دې دمه د تاوانونو په کره او رسمي معلومات ندي خپاره شوي او نه هم د اور لامل معلوم شوی، خو چارواکي وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

شال نیوز