په صوابۍ کې د موټروې ایم - ون پر سر د کرنل شیر خان انټرچېنج ته نږدې په یوه ټرافیکي پېښه کې پخوانی سناتور تاج محمد اپرېدی مړ شوی دی، په داسې حال کې چې د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی۔

 

د موټروې پولیسو د ویاند په وینا، نوموړی له اسلام‌اباد څخه پېښور ته پر لاره و، چې موټر یې د کرنل شیر خان انټرچېنج ته نږدې له حادثې سره مخ شو۔ لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه په موټر کې د تخنیکي خرابۍ له امله رامنځته شوې ده۔

 

 

پخوانی سناتور تاج محمد اپریدی

 

 

د پېښې وروسته د ژغورنې ډلې سیمي ته رسېدلې او ټپي شوي ډرایور ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي.

 

د موټروې پولیسو له لوري د پېښې د نورو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي۔

 

سناتور تاج محمد اپریدي د خېبر ضلعې د جمرود سیمي څخه تعلق درلودل او د کال ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۱ پورې سناتور و. نوموړی د خېبر ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي الحاج شاه جي ګل اپریدي ورور و.