د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د غزني خېلو په سيمه کې د پوليسو پر زغره‌ وال ګاډي د چاودېدونکو توکو بريد شوی، چې له امله يې يو پوليس سرتېری ټپي شوی دی.

 

د پوليسو په وینا، د غزني خېلو تاڼې پوليس ،د جون په ۱۲مه، د معمول ګزمې پر مهال د غزني خېلو اډې ته نږدې روان وو، چې ناڅرګنده کسانو په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودول او د پوليسو زغره ‌وال ګاډی يې په نښه کړ.

 

د پوليسو په وينا، په پېښه کې د پوليسو ګزمه له ستر زيان نه خوندي پاتې شوې، خو يو پوليس سرتېری لږ ټپي شوی دی.

 

د لکي مروت د پوليسو مشر، نذير خان، ويلي دي چې له پېښې وروسته د پوليسو اضافي ځواک سيمي ته رسېدلی دی، سيمه يې کلابنده کړې او د پېښې د شواهدو راټولولو او د بريد کوونکو د موندلو لپاره يې پراخ لټونيز عمليات پېل کړي دي.

 

نوموړي زياته کړې چې پوليس به د امنيت د ټينګښت او د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.