د کوز سویلي وزیرستان د واڼا د وزیر فوټبال کلب مشهور لوبغاړی ،سبیل نور، لا هم د ناڅرګنده وسلوالو له لوري له تښتول کېدو وروسته بې درکه دی. د سیمي د لوبو ټولنې او لوبغاړو د هغه د تښتونې پېښه په کلکو ټکو غندلې او له حکومت څخه یې د هغه د سمدستي او خوندي راخوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د وزیرستان د بېلابېلو لوبډلو او د لوبو د تنظیمونو استازو ویلي دي چې که سبیل نور د جمعې ورځې تر سهار ۹ بجو پورې راخوشی نه شي، نو دوي به احتجاج پېل کړي او د هغه تر خوشي کېدو پورې به د هر ډول د لوبو فعالیتونو او سیالیو بایکاټ وکړي.
د لوبو ټولنې په وینا، سبیل نور یو ځوان او تکړه لوبغاړی دی او د هغه تښتونه نه یوازې د هغه د کورنۍ بلکې د ټولې لوبو ټولنې لپاره د اندېښنې وړ ده. دوي له اړوندو ادارو غوښتي چې د هغه د موندلو او راخوشي کولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
تر اوسه د سبیل نور د تښتونې په اړه حکومتي چارواکو یا امنیتي ادارو کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

ظفر وزير