د چارسدې په ضلعې مرکزي روغتون (ډي اېچ کيو) کې د عملياتو خونې ښځينه ټېکنېشنه، کوثر باجي، د کور دننه په ډزو وژل شوې ده.

 

د پوليسو او ځايي سرچينو د لومړنيو معلوماتو له مخې، نوموړې د ناڅرګنده لاملونو له امله د خپل مېړه له لوري په ډزو وژل شوې ده. د پېښې وروسته د وژل شوې ښځې مړی د قانوني طبي معاينې (پوسټ مارټم) لپاره ضلعي روغتون چارسدې ته لېږدول شوی دی.

 

پوليس چارواکي وايي، چې د پېښې د اصلي علت معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي او د قانوني کارروایۍ بهير روان دی. تر دې دمه د پېښې د انګېزې او نورو جزئياتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

بل لور ته، د روغتيايي او سيمه ييزو حلقو له خوا پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندونه شوې او غوښتنه شوې ده چې د پېښې رښتينی علت دې معلوم شي او مسؤل کس دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.