د ملاکنډ په پل چوکۍ سيمه کې د فشنګ هټ سره نږدې د سوات سيند ته درې ښځې لوېدلې دي، چې پکې يوه ښځه مړه شوې، يوه ژغورل شوې او د درېيمې د موندلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي.

 

د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکو په وينا، د پېښې له اطلاع وروسته د اوبو ژغورنې او طبي مرستې ډلې سمدستي سيمي ته ورسېدې. يوه ښځه د ځايي خلکو او د رېسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکو په مرسته له سيند څخه را ویستل شوه، خو هغه بې هوښه وه. ژغورونکو هغې ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته يې د درملنې لپاره د ضلعيې سرکاري روغتون ته ولېږدوله.

 

چارواکي وايي، د دويمې ښځې مړی د باډوان ترۍ په سيمه کې وموندل شو، چې د رېسکيو امبولانس له لارې روغتون ته انتقال شوی دی، په داسې حال کې، چې د درېيمې ښځې د موندلو لپاره د لټون عمليات دوام لري، چې پکې د رېسکيو ۱۱۲۲ ترڅنګ د سول دفاع، نظام الدين ژغورنې ډلې او د الخدمت بنسټ رضاکاران هم برخه اخلي.

 

د رېسکيو چارواکو په وينا، درې واړه ښځې د مردان ضلعې اوسېدونکې دي او د يوې کورنۍ غړې بلل کېږي. د پېښې د علت په اړه نورې پلټنې روانې دي.