د ملګري وکیلانو بلوچستان يو پلاوي په سول هسپتال کوټه کې د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې لخوا لګول شوي احتجاجي کېمپ ته ورغلی او د ډاکټرې ماہ نور ناصر سره د شوې پېښې په ضد يې د ډاکټرانو سره يووالی او خواخوږي څرګنده کړې.
په پلاوي کې د ملګري وکیلانو بلوچستان صوبايي صدر کلیم الله کاکړ اېډوکېټ، صوبايي جنرل سېکرټري قسیم باچا خان اېډوکېټ، صوبايي مرستیال صدر خان میر ناصر اېډوکېټ، جوائنټ سېکرټري حمیدالله احمدخېل اېډوکېټ، ایوب شېراني اېډوکېټ، زرینه ترین اېډوکېټ، حمیدالله کاکړ اېډوکېټ، ګل بهار اېډوکېټ، حفیظ الله اېډوکېټ او نور وکیلان شامل وو.
پلاوي په سول هسپتال کوټه کې پر ډاکټرې ماہ نور ناصر د تېزاب اچولو پېښه سخته وغندله او ويې ویل چې دا پېښه د انتظامیې، صوبايي حکومت او اړوندو ادارو ناکامي ده. د ملګري وکیلانو صوبايي صدر وویل، چې د پېښې د مرکزي تورن کس وژل کېدو هم ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.
هغه زياته کړه چې په احتجاجي کېمپ کې د ناستو ډاکټرانو معطلول غیر قانوني عمل دی. پلاوي د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې بلوچستان ته د هر ډول قانوني مرستې او ملاتړ باور ورکړ.
وروسته پلاوي د وسیم جدون اېډوکېټ د زوې او د ملګري وکیلانو د مخکښ غړي جمیل اغا د وراره پوښتنه هم وکړه او د هغوي د زر روغتيا دعا يې وکړه.

نعيم اچکزئي