د پښتو ادب نومیالی لیکوال، د پښتو هایکو بنسټګر، د تصوف عالم او د لکي مروت مخکښ علمي شخصیت پروفېسر قاسم محمود بنوي وفات شوی دی.

 

د کورنۍ سرچینو د معلوماتو له مخې، د ارواښاد د جنازې لمونځ به ،د جون په ۱۲مه، سهار نهه بجې د هغه په پلرني کلي ظفر ماماخېل کې ترسره کېږي.

 

پروفېسر قاسم محمود بنوي د پښتو ژبې او ادب له وتلو شخصیتونو څخه و، چې د تدریس، څېړنې، لیکوالۍ او تصوف په برخو کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي وو. نوموړي په ځانګړي ډول د پښتو هایکو د بنسټګر په توګه شهرت درلود او د خپلو ادبي او فکري هڅو له لارې یې د پښتو ادب په وده کې مهم رول لوبولی و.

 

هغه د استادالاساتذه په توګه د ګڼ شمېر زده کوونکو او لیکوالانو روزنه کړې وه او د علم، ادب او روحانیت په ډګرونو کې یې پراخ اغېز پرېښی دی.

 

د پروفېسر قاسم محمود بنوي د مړیني خبر په ادبي، علمي او فرهنګي حلقو کې د خواشینۍ له غبرګونونو سره مخ شوی او ګڼو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مینه والو د هغه مړینه د پښتو ادب لپاره ستر تاوان بللی دی.

 

پروفېسر قاسم محمود بنوي د خپلو علمي او ادبي آثارو له لارې داسې فکري میراث پرېښود چې د پښتو ژبې او ادب د زده کوونکو او څېړونکو لپاره به د الهام سرچینه پاتې وي.