د لکي مروت د ډسټرکټ بار اېسوسي اېشن کابینې د دغه بار د مشر ،اصف اقبال، اېډوکېټ پر کور د شوې ډزو پېښه غندلې او ادعا يې کړې ده چې درې ورځې وړاندې د شپې ناوخته ناڅرګنده کسانو د هغه د کورنۍ پر غړو د وژنې او وېرې خپرولو په نيت ډزې کړې وې.

 

د ډسټرکټ بار اېسوسي اېشن له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پېښې د شکمنو کسانو د نومولو باوجود تر اوسه پورې د مقدمې د ثبت کولو بهير نه دی بشپړ شوی. اعلاميه زياتوي چې د پوليسو له خوا په دې لړ کې ځنډ روان دی.

 

د وکيلانو ټولنې دا ادعا هم کړې ده چې شکمنو کسانو ته د يو پوليس چارواکي ملاتړ ترلاسه دی، خو د دې ادعا په اړه د پوليسو دريځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

 

د بار اېسوسي اېشن کابینې ويلي دي چې په قانوني کارروایۍ کې ځنډ د قانون د واکمنۍ او د انصاف د تامين په اړه پوښتنې راولاړوي. وکيلانو ټينګار کړی چې د انصاف په لاره کې هر ډول خنډ د منلو وړ نه دی.

 

اعلاميه کې د خېبر پښتونخوا له پوليسو مشر، د بنو سيمي د پوليسو له سيمه ييز مشر او د لکي مروت د پوليسو له مشر څخه غوښتنه شوې ده چې د پېښې بې پرې پلټنې وکړي، د قانون له مخې د مسؤلو کسانو پر ضد اقدام وکړي او د ډسټرکټ بار د مشر او د هغه د کورنۍ امنيت باوري کړي.

 

د وکيلانو ټولنې خبرداری ورکړی دی چې که د دوي په وينا زر او شفافه قانوني کارروایي ونه شي، نو د احتجاجي ګامونو اعلان به وکړي.

تر اوسه د لکي مروت پوليسو د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړی.