د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند چارواکو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په ،شینکۍ نه کاریز ، سیمه کې د دوو چکډېمونو د جوړولو د پروژې د پیل خبر ورکړی دی.

 

د چارواکو په وینا، دغه پروژه د اوبو د سطحې د لوړولو، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د موسمي سیلابونو د مخنیوي په موخه پلې کېږي.

 

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د غزني ولایت مرستیال والي، د اوبو او انرژۍ ریاست چارواکو، د ګیلان ولسوالۍ سیمه ‌ییزو مسؤلینو، تخنیکي کارکوونکو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی و.

 

چارواکو ویلي چې د دغو دوو چکډېمونو د جوړولو لپاره ۱۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او لګښت یې د حکومت له داخلي بودیجې څخه تمویلېږي.

 

د اوبو او انرژۍ ریاست د معلوماتو له مخې، یاد چکډېمونه به د شاوخوا ۸۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او ټاکل شوې ده چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شي. مسؤلین زیاتوي چې د پروژې د عملي کېدو پر مهال به سلګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي.

 

چکډېمونه عموماً د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د کرنیزو سیمو د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي، او د وچکالۍ له اغېزو سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري.