د تور جادو او د قران کريم د پاڼو د سوځولو په مقدمه کې د پېښور هائيکورټ د يو تورن کس د عمر قيد سزا پرځای ساتلې او د هغه له خوا د سزا پر ضد وړاندې شوی اپيل يې رد کړی دی.
د پېښور هائيکورټ جج جسټس ،صاحبزاده اسدالله، د ۴۹ پاڼو لیکلې پرېکړه کې ويلي دي، چې په تور جادو، کوډو او ورته غېرقانوني چارو کې ککړ کسان د هيڅ ډول نرمۍ مستحق نه دي او د قانون له مخې بايد ورسره سخت چلند وشي.
د عدالتي اسنادو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۱ کال د مې په ۷مه نېټه د پېښور د شاه پور تاڼې په حدودو کې مخې ته راغلې وه. عېني شاهدانو پوليسو ته ويلي وو چې دوي په يوه هديره کې دوه کسان ليدلي چې د تور جادو په موخه يې د قران کريم پاڼې سوځولې او د يوه سپي وينه يې ورباندې تويوله.
ځايي خلکو دواړه تورن کسان، يوسف او عثمان، په موقع نيولي او پوليسو ته يې سپارلي وو. پوليسو له ځايه سوځېدلې پاڼې، چاقو او نور شواهد ترلاسه کړي وو او ټپي شوی سپی يې هم خپله ولکه کې اخيستی و.
ابتدايي عدالت دواړه تورن کسان مجرم ګرځولي وو او هغوي ته يې د عمر قيد او نورې سزاوې اورولې وې. وروسته عثمان د خپلې سزا پر ضد پېښور هائيکورټ ته اپيل کړی و، خو عدالت د دواړو خواوو د دلايلو تر اورېدو وروسته اپيل رد کړ او د ټرائل کورټ پرېکړه يې پر ځای وساتله.
عدالت په خپله پرېکړه کې ويلي دي چې د تور جادو، کوډو او ورته عملونو له لارې د خلکو دوکه کول او مذهبي سپکاوی نه يوازې د اسلامي تعليماتو خلاف دي، بلکې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې هم سنګين جرمونه بلل کېږي.
پېښور هائيکورټ په پرېکړه کې د قران کريم د ايتونو او نبوي احاديثو په رڼا کې ويلي دي چې اسلام د تور جادو، کوډو او نجوميانو سره د اړيکو ساتل حرام ګرځولي او دا ډول عملونه د ټولنې د اخلاقي او ټولنيز نظم لپاره زيانمن دي.

شال نیوز