د خېبر پښتونخوا د لکي مروت او ډېره اسماعیل خان ضلعو پر پوله د عبدالخېل سیمي سره نږدې وسلوالو کسانو د یو مسافر وړونکي بس د درولو وروسته مسافر لوټ کړي او د ځینو مسافرو د وهلو ټکولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

 

د پېښې ویډیوګانې او د بس د څار کمرې یا سي سي ټي وي انځورونه ټولنیزو رسنیو ته راوتلي دي چې پکې لیدل کېږي څو وسلوال کسان بس دروي او وروسته د مسافرو څخه نغدې پیسې او نور قیمتي توکي اخلي.

 

د سیمي اوسېدونکي وايي چې دا پېښه ،د جون په ۶مه، د عبدالخېل کلي ته نږدې شوې ده. ځینو مسافرو ادعا کړې چې د لوټمارۍ پر مهال له هغوي سره زور زیاتی او تشدد هم شوی دی.

 

د بس چلولو شرکت د پېښې د څار کمرې ویډیو خپره کړې او له حکومت او امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې عاملین ونیسي او د لویو لارو د امنیت لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

 

په وروستیو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا په سویلي سیمو کې د ناامنۍ او د لارې د غلاوو په پېښو اندېښنې زیاتې شوې دي. ځايي خلک وايي چې د مسافرو او سوداګریزو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره باید د امنیتي ګزمو شمېر زیات شي.

 

تر دې دمه د پېښې په تړاو د نیونو یا د وسلوالو د پېژندلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.