د باجوړ ضلعې انتظامیې او باجوړ سکاؤټس له خوا یو ځايي معذوره تن ،شیر اکبر، ته د هغه په درخواست برېښنايي ویل چیئر ورکړل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، شیر اکبر ،د جون په ۹مه، د باجوړ ډپټي کمشنر ،شاهد علي، او د باجوړ سکاؤټس کمانډنټ بریګېډیئر ،وقاص ګمن، سره د سیمي د دورې پر مهال لیدلي وو او هغوي ته یې د خپل تګ راتګ ستونزې بیان کړې وې.
شیر اکبر له چارواکو غوښتنه کړې وه چې د ورځني ژوند د اسانتیا لپاره ورته برېښنايي ویل چیئر ورکړل شي. د هغه پر درخواست سمدستي عمل وشو او ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي او کمانډنټ باجوړ سکاؤټس بریګېډیئر وقاص ګمن ورته برېښنايي ویل چیئر وسپارله.
په دې موقع چارواکو وویل، د معذورو او ځانګړو کسانو د خیر ښېګړې لپاره به موجودې ټولې وسیلې کارول کېږي او د هغوي د ستونزو د حل لپاره به هر ممکن ګام پورته کېږي.
شیر اکبر د برېښنايي ویل چیئر په ترلاسه کولو د باجوړ ډپټي کمشنر او کمانډنټ باجوړ سکاؤټس مننه وکړه او ویې ویل چې له دې اسانتیا سره به یې په ورځني ژوند کې ډېر اسانوالی راشي.

حسبان الله باجوړې