د کوز سویلي وزیرستان تحصیل برمل په کلوتایي جي خېل کلي کې د ګل سلام خېل پر کور د مبینه کواډ کاپټر برید خبر ورکړل شوی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ګڼ غړي ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو سرچینو د معلوماتو لمخې، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د ټپیانو د کره شمېرې په اړه لا تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

ځايي اوسېدونکي وایي، په سیمه کې د ډرونونو دوامدارې الوتنې د دې لامل شوې چې ټپیان پر وخت روغتون ته ونه لېږدول شي، او د ژغورنې چارې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي، چې له امله یې د سیمي وضعیت نور هم اندېښمن شوی دی.

 

سرچیني زیاتوي چې د واڼا ضلعي روغتون کې بېړنی حالت (ایمرجنسي) نافذ کړی شوی، څو ټپیانو ته سمدستي طبي مرستې برابرې شي.

 

له بلې خوا، په سیمه کې د پېښې له امله سخت وېره او ترهه خپره شوې ده، او د سیمي خلکو پر ټولنیزو رسنیو د ټپیانو د زر مرستې او خوندي ډول روغتون ته د لېږد غوښتنې کړې دي.

 

د پېښې په اړه تر اوسه د اړوندو چارواکو له لوري رسمي دریځ نه دی ورکړل شوی، او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پېښې مسولیت ندی منلی.