پېښور کې د ښځو لپاره انصاف ته د لاسرسي، د ښځو او سړو د برابر حقونو او د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي په اړه سیمینار ترسره شو. یاد سیمینار د ‘شرکت ګاه ویمن ریسورس سنټر’ له خوا جوړ شوی و چې پکې زده‌ کوونکو، وکیلانو، پولیسو او ښځینه رضاکارو ګډون کړی و.

 

د سیمینار ګډونوالو وویل چې ښځو ته د خپلو حقونو په اړه معلومات ورکول ډېر مهم دي، ځکه چې په دې سره ښځې کولی شي د ستونزو پر مهال له قانوني لارو خپل حق ترلاسه کړي.

 

د بډه بېر پولیس تاڼې ښځینه اېډیشنل ایس اېچ او ،صایمه شریف، وویل چې د دې پروژې له امله په خلکو کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر ضد د تشدد په اړه پوهاوی زیات شوی دی. د هغې په وینا اوس ډېرې ښځې د خپلو ستونزو د حل لپاره پولیسو ته مراجعه کوي او د قانون له لارې خپل حق غواړي.

 

هغې زیاته کړه چې د پوهاوي پروګرامونو له امله په پولیسو کې د ښځو د دندو لپاره هم د غوښتنلیکونو شمېر زیات شوی دی.

 

د شرکت ګاه مسوولینو وویل چې د دې پروژې موخه دا وه چې هغو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر زیات شي چې ښځو ته انصاف او قانوني مرسته ورکوي، ځکه د ښځینه کارکوونکو شتون ښځو ته د ستونزو په بیانولو او د انصاف په ترلاسه کولو کې اسانتیا برابروي.

 

د پروژې په ترڅ کې په پېښور، سوات، کوهاټ او خېبر کې د پوهاوي بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي دي. د تنظیم مسوولین وايي چې د دغو فعالیتونو مثبتې پایلې مخې ته راغلې دي او اوس ښځې د خپلو حقونو لپاره تر پخوا ډېرې غږ پورته کوي.

 

ګډونوالو ټینګار وکړ چې ښځو ته د انصاف رسولو او د هغوي پر ضد د تشدد د مخنیوي لپاره باید د حکومت، پولیسو او مدني ټولنو ګډې هڅې دوام ومومي.