د کوز سویلي وزیرستان په مرکز واڼا کې د سیمي د خرابېدونکي امنیتي وضعیت، هدفي وژنو، تښتونو او چاودنو پر ضد یوې جرګې پرېکړه کړې چې د جون په ۱۴مه به د وزیرستان په کچه لويه قامي امن جرګه راوبلل شي.
د جون په ۱۰مه په واڼا کې شوې جرګه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، منتخب استازو، قبایلي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د بېلابېلو ټولنیزو برخو استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو په سیمه کې د امنیتي پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسي په کوز سویلي وزیرستان کې د امن او نظم وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.
جرګې د فوټبال مشهور لوبغاړي ،سبیل نور، د خوندي او سمدستي خوشي کېدو غوښتنه هم وکړه. نوموړی ،د راپورونو لمخې، د جون په ۹مه د ډوګ فوټبال لوبغالي څخه تښتول شوی و.
ویناوالو وویل چې ناامنۍ د خلکو ورځنی ژوند، سوداګریز فعالیتونه او اقتصادي چارې اغېزمنې کړې دي او د سیمي خلک له وېرې او ناڅرګند حالت سره مخ دي.
د جرګې ګډونوالو وړاندیز وکړ چې د امن لپاره د ولسي ملاتړ ترلاسه کولو په موخه دې له قبایلي مشرانو او د بېلابېلو فکرونو له استازو سره کور په کور مشورې وشي، څو د امن د ټینګښت لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.
جرګې له وفاقي او صوبایي حکومتونو، امنیتي ادارو او قانون پلي کوونکو ارګانونو وغوښتل چې په کوز سویلي وزیرستان کې د امن د ټینګښت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د غونډې پر مهال د قامي اسمبلۍ غړي زبیر وزیر، د صوبایي اسمبلۍ غړي عجب ګل وزیر او نورو ویناوالو ټینګار وکړ چې د سیمي د تلپاتې امن تر راتلو پورې به د جرګو او مشورتي غونډو لړۍ روانه ساتي.
د جرګې په پای کې په متفقه توګه اعلان وشو چې د جون په ۱۴مه، د یکشنبې په ورځ، به په واڼا کې د وزیرستان لویه قومي امن جرګه جوړه شي چې پکې به د سیمي د امنیتي وضعیت، د خلکو د وړاندیزونو او راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي سلا مشورې وشي.

ظفر وزير