د خېبر پښتونخوا د پېښور د حسن خېلو څخه ،د جون په ۹مه، تښتول شوي د فرنټيئر کانسټېبلري (اېف سي) اته سرتیري په خوندي توګه راخوشي شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د سرکاري او سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دغو سرتېرو خوشي کېدل د سیمي د قامي مشرانو، جرګې او ځايي ادارې د منځګړیتوب له لارې د ترسره شویو خبرو اترو په پایله کې ممکن شوي دي.
سرچیني وایي، دغه سرتیري د حسن خېلو او د متنو د مگرې سیمي پر امنیتي پوستو له وروستي برید وروسته د وسلوالو له خوا یرغمل شوي وو. په یاد برید کې د اېف سي شپږ سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي هم وو.
د سیمي د اوسېدونکو په وینا، د یرغمل شویو عسکرو یوه ویډیو له خپرېدو وروسته قامي مشران او جرګه د هغوي د خوشي کېدو لپاره فعاله شوه او له وسلوالو سره یې خبرې پېل کړې. د دغو هڅو په نتیجه کې ټول اته واړه عسکر بې له زیانه راخوشې شول.
چارواکو تر اوسه د خوشي کېدو د شرایطو او د خبرو اترو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې تایید کړې ده چې راخوشي شوي سرتیري له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
بل پلو، د برید له پېښې وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د لټون او پاکولو عملیات دوام لري او چارواکي وایي هڅه کوي چې د سیمي امنیتي وضعیت بېرته تر بشپړ کنټرول لاندې راولي.

صفدر داوړ