د خيبرپښتونخوا د والي بال جونیئر لوبډلې په پېښور کې روان د نېشنل جونيئر والي بال چيمپئن شپ ۲۰۲۶ اتلولي ګټلې ده. د سيالۍ په پای لوبه کې خيبرپښتونخوا پنجاب ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
د جايزو د وېش په مراسمو کې د خيبرپښتونخوا د اعلا وزیر د لوبو او ځوانانو چارو سلاکار ،تاج محمد خان، د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ. نوموړي بريالي لوبغاړي په ټرافيو، مډالونو او نورو جايزو ونازول.
هغه وويل، چې ځوان لوبغاړي د هېواد روښانه راتلونکی دي او حکومت د لوبو د ودې او د ځوانو استعدادونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په دې مراسمو کې د لوبو څانګې چارواکو، د سياليو تنظيموونکو او د لوبو له ډګر سره تړلو شخصيتونو هم ګډون کړی و.
په پېښور کې د نېشنل جونیئر چیمیئن شپ لوبې ،چې د جون په ۷مه پېل شوې وې، نن د جون په ۱۰مه پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ټول هېواد د بېلابېلو لوبو له ۱۰۰۰ نه زیات لوبغاړو بزخه واخیسته د خپلو صوبو استازیتوب یې وکړل.

شال نیوز