د خېبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، او د سورسنګ پاکستان خپلواکې ډايريکټرې ،رابعه حسین، په ګورنر هاوس پېښور کې د سورسنګ پاکستان او صوبايي ادارو ترمنځ د يو ګډ چوکاټ په وړاندیز خبرې کړې دي.

 

د ګورنر هاوس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دې وړانديز موخه د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ حللارو، سمارټ کرنې او د زراعت د ښه والي له لارې د خېبر پښتونخوا د کرنې د شعبې پياوړتيا ده.

 

د وړاندې شوي پلان له مخې به د ښځو او نارينه وو د برابر ګډون پر بنسټ د کرنيزې ودې پروګرامونه عملي کېږي، څو د کليوالو سيمو خلکو ته د ټېکنالوژۍ، مسلکي مهارتونو او بازارونو ته د لاسرسي يو شان فرصتونه برابر شي.

 

ګورنر فيصل کريم کنډي په دې موقع وویل چې کرنه د خېبر پښتونخوا د اقتصاد ملا تير ګڼل کېږي. نوموړي د بزګرانو د هوساينې، د روزګار د فرصتونو د زياتوالي او د کرنيز پرمختګ لپاره د ګورنر هاوس له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.