د ننګرهار امنیه قومندانۍ د معلوماتو لمخې، د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د جلال ‌اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د عملیاتو پر مهال دوه کسان د چرسو او شیشې د قاچاق په تور نیولي دي.

 

چارواکي وایي، له نیول شویو کسانو سره ۶۸ کیلو او ۵۰۰ ګرامه چرس او ۳ کیلو او ۷۹۰ ګرامه شیشه ترلاسه شوې ده. د خبر لمخې، یو کرولا ډوله موټر هم ضبط شوی، چې شکمنو کسانو پکې نشه ‌یي توکي پټ کړي وو.

 

امنیتي سرچینو ویلي، چې نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. د چارواکو په وینا، دوسیې به یې له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

د افغانستان امنیتي ادارې وایي چې د نشه ‌یي توکو د قاچاق او تولید پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي، او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چی د نشه یي توکو کاروبار وکړي.