د ډیره اسمعیل خان ډویژن کمشنر ،داؤد خان، په مشرۍ د سختې تودوخې (ګرمۍ) له امله په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د احتمالي پېښو د مخنیوي، چمتووالي او بېړنیو اقداماتو د ارزونې لپاره یوه مهمه غونډه ترسره شوې ده.
د چارواکو په وینا، په غونډه کې د ډيره اسمعیل خان ډپټي کمشنر حکمت الله، د ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان ډپټي کمشنرانو، د ریسکیو ۱۱۲۲، سول ډیفنس، مواصلاتو او نورو اړوندو ادارو چارواکو ګډون درلودل. غونډې ته د ځنګلونو محکمې لخوا ته تفصیلي بریفنګ ورکړی دی.
د ځنګلونو محکمې چارواکو ویلي، چې د تېرو کلونو د بریالیو تجربو پر بنسټ د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره بېلابېل احتیاطي ګامونه پورته شوي دي. په دغو اقداماتو کې د اور مخنیوي ځانګړو لارو جوړول، د نګرانانو ګمارل، د وچو بوټو او واښو پرېکول او د ځمکې پاکول شامل دي، څو د اورلګېدنې خطر کم شي.
کمشنر داؤد خان اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې په ځنګلي او سېلګریزو سیمو کې د عامه پوهاوي لپاره په مهمو ځایونو کې خبرداری ورکوونکي بورډونه ولګوي. هغه وویل چې سیلانیان ډېر ځله دغو سیمو ته ورځي او د خوراک پخولو یا اور بلولو له امله د ځنګلونو د اور اخیستو لامل جوړېږي.
نوموړي د ادارو ترمنځ پر اغېزمنې همغږۍ او ګډ کار ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هر ډول بېړني حالت پر مهال باید ټولې ادارې بشپړ چمتووالی ولري.
هغه زیاته کړه چې د خلکو د ژوند، طبیعي شتمنیو او ځنګلي چاپېریال د ساتنې لپاره به ټول اړین ګامونه پر وخت پورته کېږي.

شال نیوز