د افغانستان د هرات پوهنتون په تدريسي روغتون کې د سترګو د جراحۍ يوه ځانګړې څانګه پرانیستل شوې ده چې د جوړېدو لګښت يې له اووه لکه افغانيو زيات ښودل شوی دی. د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د دې پروژې مالي مرسته د هرات پوهنتون د طب پوهنځي يو استاد کړې ده.

 

د پرانيستې مراسمو ته په وينا کې د تدريسي روغتون مشر ډاکټر اميد وويل، چې د دې څانګې په فعالېدو سره به د طب پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو لا ښه فرصتونه برابر شي او خلکو ته به د سترګو د جراحۍ معياري او عصري خدمات وړاندې شي.

 

هغه زياته کړه چې دا مهال د هرات پوهنتون په تدريسي روغتون کې د طب پوهنځي د استادانو او متخصصينو له خوا بېلابېل تخصصي طبي خدمات او پرمختللي عمليات ترسره کېږي، چې د افغانستان په لوېديځه سيمه کې د روغتيايي خدمتونو د کچې په لوړولو کې مهم رول لري.

 

د نوموړي په وينا، د سترګو د جراحۍ د ځانګړې څانګې په جوړېدو سره به ناروغانو ته د عصري درملنې اسانتياوې نږدې شي او د درملنې ډېرې اړتياوې به د هرات ولايت دننه پوره کېدی شي.