د راډیو پاکستان پېښور د وتلي ویاند، لیکوال او خبریال ،حاجي اسلم خان، نوی کتاب «تېر هېر آوازونه» (دویمه برخه) چاپ شوی دی.

 

په دې کتاب کې د پښتو موسیقۍ د ګڼو نوموتو هنرمندانو ژوندلیکونه، هنري خدمتونه او نایابه انځورونه راټول شوي دي. د کتاب په مهمو برخو کې د پښتو موسیقۍ د مشهورې سندرغاړې ګلنار بېګم د ژوند، هنري سفر او لاسته راوړنو په اړه ځانګړي معلومات او نادرو انځورونو ته ځای ورکړل شوی دی.

 

لیکوال حاجي اسلم خان په دې اثر کې د پښتو موسیقۍ او کلتور له بېلابېلو څېرو سره تړلي معلومات، تاریخي اسناد او انځورونه راټول کړي، چې د پښتو هنري او فرهنګي میراث د خوندي کولو یوه مهمه هڅه بلل کېږي.

 

ادبي او فرهنګي حلقو د کتاب د چاپ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «تېر هېر آوازونه» د پښتو موسیقۍ د تاریخ او هنرمندانو د خدمتونو په اړه یوه ارزښتناکه مرجع ده، چې څېړونکو، زده‌ کوونکو او د موسیقۍ مینه‌ والو ته به ګټوره ثابته شي.

 

کتاب په معیاري بڼه چاپ شوی او بیه یې زر پاکستانۍ روپۍ ټاکل شوې ده. د کتاب د ترلاسه کولو لپاره له حاجي اسلم خان سره د موبایل شمېرې ۰۳۳۳۹۱۵۶۴۵۲ له لارې اړیکه نیولی کېدی شي.