د بنو د سورانۍ سیمي اوسېدونکي ،عجب نور خان، د جون په ۹مه، په بنو پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال له خپل زوې ،عبدالسلام، سره د بشپړې لاتعلقۍ اعلان کړی دی.
نوموړي وویل چې دی یو سوله خوښوونکی، د قانون پابند او له هېواد سره وفادار وګړی دی، خو د ده زوې عبدالسلام په هغو فعالیتونو کې ښکېل شوی دې چې د ریاست پر ضد بلل کېږي.
عجب نور خان زیاته کړه چې د خپل زوې د هر ډول کړنو او غیرقانوني فعالیتونو مسوول نه دی او له حکومت او امنیتي ادارو یې غوښتنه وکړه چې په دې تړاو دې هغه له کومې ستونزې، پلټنې یا فشار سره نه مخ کوي.
هغه وویل چې که عبدالسلام ځان تسلیم، نو دی به یې خپله د قانون پلي کوونکو ادارو ته وسپاري.
عجب نور خان د هېواد، اساسي قانون او ریاستي ادارو سره د خپلې وفادارۍ او د قانون د درناوي د ژمنې بیا تکرار هم وکړ.

غلام اکبر مروت