د عوامي نېشنل ګوند خېبر ضلعې مشورتي غونډه د ګوند د ضلعي مشر او د امن سفير عبدالرزاق اپرېدي په مشرۍ د پشتخرې په سفير امن دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د تيراه د بې‌ ځايه شويو کورنيو د باعزته او پر وخت ستنېدو، تنظيمي چارو او د کليوالو شوراګانو د کابينو د جوړېدو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

 

په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند خېبر ضلعې د کابينې غړو، د بېلابېلو تحصيلونو او ذيلي تنظيمونو مشرانو او جنرل سيکرټرانو ګډون کړی و.

 

غونډې ته ويناوالو وويل چې د تيراه له بې‌ ځايه شويو کورنيو سره د بېرته ستنېدو په اړه شوې ژمنې لا هم نه دي عملي شوې، چې له امله يې د صوبايي حکومت او اړوندو ادارو پر ژمنتيا پوښتنې راپورته کېږي.

 

د هغوي په وينا، اغېزمنو کورنیو ته لا تر اوسه معاوضې نه دي ورکړل شوې او خپلو سيمو ته د کروندو د کرلو لپاره د تګ اجازه هم نه ورکول کېږي، چې له امله يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

د غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې له اغېزمنو کورنیو سره شوې ټولې ژمنې دې زر تر زره پوره شي، معاوضې دې ورکړل شي او د هغوي د باعزته ستنېدو لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته شي.

 

ويناوالو خبرداری ورکړ چې که دا غوښتنې ونه منل شي، نو ګوند به د تیراه بې ځایه شویو خلکو د حقونو او ولسي ګټو لپاره پراخ ولسي غبرګون وښيي.

 

غونډې د تيراه د بې‌ ځايه شويو کورنيو د ستنېدو لپاره د جون ۱۴مې اعلان شوې نېټې هرکلی وکړ او دا يې يو مثبت پرمختګ وباله. ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې دا ځل به د تيراه د خلکو د باعزته ستنېدو پرېکړه عملي بڼه خپله کړي او هغوي به له نورو ځنډونو او ناهیلیو سره مخ نه شي.

 

ويناوالو زياته کړه، که يو ځل بيا له خلکو سره شوې ژمنې ماتې شوې يا د هغوي د ستنېدو پر وړاندې خنډونه جوړ شول، نو عوامي نېشنل ګوند خېبر به د هرې قانوني او جمهوري لارې له لارې د هغوي غږ پورته کړي.

 

غونډې دا پرېکړه هم وکړه چې د تيراه د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو موضوع به له نورو سلا مشورو وروسته د عملي تګلارې په چوکاټ کې مخته وړي او په دې اړه به د عوامي نېشنل ګوند خېبر ضلعې د شورا ځانګړې غونډه هم راوبلل شي.