د کوز سویلي وزيرستان د جنان کوټ په سيمه کې ،د جون په ۹مه، د نجونو د سرکاري هایي سکول سره نږدې زوروره چاودنه شوې، چې له امله يې د سکول د احاطې دېوال يوه برخه زيانمنه شوې ده. د ځايي سرچينو په وينا، په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.

 

پوليس وايي، چاودېدونکي مواد د سکول د مرکزي دروازې سره نږدې ايښودل شوي وو چې وروسته وچاودېدل.

 

د سکول انتظاميې ويلي دي، چې د چاودنې له امله د احاطې دېوال يوه برخه سخت متاثره شوې، خو د سکول ودانۍ او زده کوونکو ته زيان نه دی رسېدلی.

 

د سيمي خلکو د دې پېښې په اړه د افسوس او اندېښنې څرګندونه کړې ده او ويلي يې دي چې تعليمي ادارې بايد خوندي وساتل شي.

ځايي ولس له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د ښوونځیو د تحفظ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.