د خيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزيرستان د سپين وام د سرکاري هایي سکول نوم د “ملک عادل شهيد ګورنمنټ های سکول سپين وام” په نوم بدل کړی دی.

 

د لومړنۍ او ثانوي زده کړو محکمې له خوا په خپره شوې رسمي خبرتيا کې ويل شوي دي چې دا پرېکړه د صوبايي کابينې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ په پنځمه نېټه په ۴۵مه غونډه کې شوې وه.

 

د خبرتيا له مخې، د ښوونځي نوی نوم به له سمدستي اغېز سره نافذ وي او اړوندې ادارې به يې په رسمي اسنادو او رېکارډونو کې عملي کوي.

 

د سيمي يو شمېر اوسېدونکو د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا سکول به د ملک عادل شهيد د نوم ياد ژوندی وساتي.