د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو یو ورځنیو کرکټ سیالیو ټرافي ،د جون په ۹مه، د درې واړو لوبډلو د لوبډلمشرانو په حضور کې نندارې ته وړاندې شوه.

 

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ به له غبرګولي میاشتې (جون) د ۱۹مې تر ۳۱مې نېټې پورې د سریلانکا د دمبولا په ښار کې ترسره شي.

 

افغانستان الف لوبډله، چې د «افغان ابدالیانو» په نوم هم یادیږي، خپله لومړۍ لوبه به د غبرګولي په ۲۱مه د هند الف لوبډلې پر وړاندې وکړي او د غبرګولي په ۲۳مه به له سریلانکا الف لوبډلې سره مخامخ شي.

 

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په لومړني پړاو کې به هره لوبډله له نورو دوو لوبډلو سره دوه ـ دوه لوبې ترسره کړي. د نمرو د جدول(وېش) مخکښې دوه لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي.

 

د افغان ابدالیانو لوبډلمشر عمران میر دی، چې ورسره په لوبډله کې نورالرحمن، محمد اسحاق، خالد تنیوال، حسن عیسی خېل، اعجاز احمدزی، بهیر شاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمس الرحمن، فرمان الله صافي، خلیل ګربز، ظاهر خان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم عبدالرحیم زی او عبدالله احمدزی هم شامل دي.