د کرک پولیس وايي، چې د ګرګرۍ پولیس تاڼې او د اوربشي د تېلو او ګازو پر پلانټ د ډرون برید له راپورونو وروسته د ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) عمران خان سیمي ته ورغلی او د وضعیت جاج یې اخیستی دی.

 

د پولیسو د عامه اړیکو څانګې په وینا، ډي پي او لومړی د ګرګرۍ تاڼې هغه برخه وکتله چې د ډرون ګولۍ پرې لګېدلې وه او وروسته یې د اوربشي د تېلو او ګازو پلانټ هم معاینه کړ.

پولیس وايي، په تاڼه کې د مخکېنیو امنیتي تدابیرو له امله په برید کې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.

 

د چارواکو په خبره، له پېښې وروسته پولیسو د تاڼې او حساسو تاسیساتو شاوخوا غرنیو سیمو کې د لټون عملیات ترسره کړل. همدارنګه د ډرون کېمرو په مرسته پراخه هوايي څارنه هم وشوه، څو د هر ډول مشکوک فعالیت او احتمالي ګواښ مخه ونیول شي.

 

تر اوسه کومې ډلې د دې وروستي بریدونو مسؤلیت ندی منلی، او پولیس وایي، چې د سیمي امنیتي وضعیت تر څار لاندې دی او پلټنې روانې دي.