د خيبرپښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، په اسلام‌اباد کې د پاکستان - چين اقتصادي او کلتوري شورا د مشر بایزید کاسي له خوا جوړ شوي ماښامنۍ کې ګډون کړی دی.

 

د ګورنر هاؤس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې غونډه کې د بلوچستان صوبايي وزير ظهور بولیدي، په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند پارلماني مشر احمد کریم کنډي، د اسمبلۍ يو شمېر نورو غړو او چينايي پانګوالو هم ګډون درلودل.

 

خبرپاڼه زياتوي چې ګورنر فيصل کريم کونډي د غونډې له ګډونوالو سره په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنيت د ټينګښت، د امنيتي ځواکونو د رول، د پانګونې د فرصتونو او د ګډو ګټو پر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

 

هغه ويلي، چې په دواړو صوبو کې د اقتصادي پرمختګ او بهرنۍ پانګونې لپاره پراخ فرصتونه موجود دي او د دغو فرصتونو د لا پراختيا لپاره به هڅې دوام ولري.