د شمالي وزيرستان د اتمانزئ قبیلي مشرانو په يوه جرګه کې ويلي دي، چې که د امنيتي اقداماتو يا بنديزونو له امله ولس له ستونزو سره مخ شي، نو دوي به چوپ پاتې نه شي او د خلکو د حقونو لپاره به خپل غږ پورته کوي.
دغه جرګه د اتمانزو د وياند مفتي بيت الله په مشرۍ جوړه شوې وه چې پکې د بېلابېلو قبیلو مشرانو، ملکانو او د سياسي اتحاد استازو ګډون کړی و.
جرګې ته د وينا پر مهال مفتي بيت الله وويل، د شمالي وزيرستان د روان وضعيت په اړه خپله مشران هم په بشپړه توګه نه دي خبر چې آيا په سيمه کې رسمي پوځي عمليات روان دي او که نه، ځکه د بېلابېلو سيمو وضعيت له يو بل سره توپير لري.
د نوموړي په وينا، په سپين وام، شېوه، درپه خېل، خوزيايي فلنګزئ، خدرخېل او دته خېل کې د امنيتي فعاليتونو بڼه او حالت يو شان نه دی.
هغه وويل، د اتمانزو مشران نه غواړي د امنيتي ځواکونو او وسلوالو ډلو ترمنځ په شخړه کې د کوم لوري ملاتړ وکړي، خو له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې ولسي وګړو او عامه شتمنيو ته زيان ونه رسوي.
مفتي بيت الله په خدرخېل کې د اوږدې مودې ګرځبندېز او په ځينو سيمو کې د مخابراتي شبکو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د يوې سيمي د ستونزې له امله د ټول وزيرستان د مخابراتي او اړيکو نظام تړل د منلو وړ نه دي.
هغه زياته کړه چې د ولسي ستونزو د حل لپاره به له حکومت سره خبرې کېږي او که اړتيا پېښه شوه، جرګې، احتجاجونه او نور قانوني او اييني لارې چارې به وکارول شي.
د جرګې ګډونوالو هم په سيمه کې د امن د ټينګښت ترڅنګ د خلکو د ستونزو د زر حل غوښتنه وکړه.

صفدر داوړ