د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. د قانع په وينا، دا پېښه د جمعې په ورځ د هرات د انجيل ولسوالۍ په دهمیري کلي کې د هاشمي پله ته نږدې رامنځته شوې ده.
خو د طالبانو یوې بلې سرچیني، پراګ ميشته د ازادۍ راډیو افغان څانګې ته او همداراز د هرات د مرکزي روغتون ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۰ او د ټپیانو شمېر ۱۲ دی.
دا پېښه په داسې سيمه کې شوې چې خلک د ساعت تيري لپاره ورځي او ګڼه ګوڼه وي.
په همدې سیمه کې یو زیارت هم موجود دی چې هلته اولس په ګڼ شمېر ورځي.
د کورنیو چارو وياند ويلي چې ناپېژندل شوي بريدګر په موټرسایکل سپاره وو او خلکو يې ډزې وکړې. چارواکي وایي چې د پېښې پلټنې روانې دي او د بریدګرو د پېژندلو هڅې کېږي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

شال نیوز