د شمالي وزیرستان د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او سیاسي مشر ،ملک عطاالله خان بابر ویلي دي، چې په سیمه کې اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی او د ناامنۍ له امله د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

 

نوموړي د میرعلي چوک کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په سیمه کې اقتصادي هلې ځلې نږدې په ټپه درېدلې دي او د امن او نظم وضعیت هم د ډاډ وړ نه دی، چې له امله یې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

عطاالله خان بابر وویل، هغه کسانو ته پیغام ورکول غواړي چې په سرکاري دفترونو، جرګو او غونډو کې په پراخه کچه ګډون کوي، خو د ولس د ستونزو د حل او د سختو حالاتو پر مهال نه تر سترګو کېږي.

 

د هغه په وینا، دغه کسان یا په خپلو کورونو کې ناست وي او یا هم په خپلو کاروبارونو بوخت وي، په داسې حال کې چې ولس له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وي.

 

نوموړي وویل، کله چې سرکاري جرګې او یا رسمي پروګرامونه جوړېږي، نو ګڼ کسان پکې ګډون کوي، خو د ولسي ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه نه پورته کوي.

 

هغه له ولسي استازو او ټولنیزو شخصیتونو وغوښتل چې له کورونو او دوکانونو راووځي، د خلکو ترڅنګ ودریږي او د سیمي د اوسنیو ستونزو د حل لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

د خبرو په پای کې ملک عطاالله خان بابر د خپلې ګوند، عوامي نیشنل ګوند، شعار هم پورته کړ.