د ایران د فوټبال فدراسیون ویلي دي، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لپاره د ایراني مینه والو ځانګړې ټکټي ونډه د سیالیو له پېل څخه یوازې څو ورځې وړاندې لغوه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر مینه وال له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

فدراسیون په یوه بیان کې ویلي، چې ډېرو ایراني مینه والو د همدې ټکټونو پر بنسټ د سفر او استوګنې ترتیبات نیولي وو، خو د ټکټونو د وېش ناڅاپي لغوه کېدو د هغوي پلانونه ګډوډ کړي دي.

 

د ایران د فوټبال چارواکو ویلي، چې د ټکټونو د لغوه کېدو پرېکړه په ډېر لنډ وخت کې اعلان شوې او ګڼ مینه وال یې د خپلې لوبډلې د لوبو له نندارې بې برخې کړي دي.

 

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی دی، چې د ۲۰۲۶م نړیوال جام له پېل مخکې د ایران د لوبډلې او چارواکو د ویزو او سفرونو په اړه هم یو شمېر ستونزې راپور شوې دي.

 

ایران خپلې روزنیزې چارې په مکسیکو کې ترسره کوي او ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له نیوزیلنډ، بلجیم او مصر سره لوبې وکړي.

 

تر اوسه د نړیوال فوټبال ادارې، فیفا، د ټکټونو د دغې موضوع په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.