د عوامي نېشنل ګوند (ای اېن پي) د خېبر پښتونخوا صدر ،ميا افتخار حسين، د پېښور د ماشوخېلو سيمي په روغتون کې د ګوند د تحصيل پشتخرې صدر ،ملک رحمان الله، پوښتنه کړې، چې ،د جون په ۷مه، د شپې د وسلوالو په ډزو کې ټپي شوی و.

 

د ګوند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ميا افتخار حسين د ملک رحمان الله د روغتيا پوښتنه وکړه، د پېښې په اړه يې معلومات ترلاسه کړل او د هغه د زر روغتيا کېدو هيله يې څرګنده کړه.

 

په دې موقع د ګوند د کلتور مرکزي سېکريټري خادم حسين، صوبايي مرستيال صدر صلاح الدين خان، ضلعي صدر ارباب محمد طاهر او نور ګوندي مشران هم ورسره مل وو.

 

له دې وروسته خبري غونډې ته په وينا کې ميا افتخار حسين وويل چې په پښتون سيمو کې د ناامنۍ، وسلوالې جګړې او ويني تويېدو زياتېدل د واکمنو او مقتدرو حلقو د ناسمو او غير سنجيده پاليسيو پايله ده. د هغه په وينا، که د حالاتو جديت ته پام ونه شي، نو وضعيت نور هم خرابېدی شي.

 

هغه وويل، عوامي نېشنل ګوند له کلونو راهيسي خبرداری ورکاوه چې د سيمي د پراکسي جګړو ډګر جوړېدل به ناوړه پايلې ولري، خو د ګوند مشران هغه مهال له سختو نيوکو او تورونو سره مخ شوي وو. نوموړي زياته کړه چې اوسنی حالت د ګوند د هغه وخت دريځ تاييدوي.

 

ميا افتخار حسين وويل چې عوامي نېشنل ګوند د امن لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او ګڼ شمېر مشران او فعالان يې د تاوتريخوالي ښکار شوي دي. د هغه په خبره، کله چې په خېبر پښتونخوا کې د وسلوالو د بيا مېشتېدو خبره کېده، ګوند يې مخالفت کړی و او د ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان دغه موضوع تر محکمو هم رسولې وه.

 

نوموړي ادعا وکړه چې د وسلوالو په اړه د مبهمو پاليسيو پايلې اوس څرګندې دي او له چمنه تر چتراله او وزيرستانه پورې ګڼې سيمي د ناامنۍ له ستونزو سره مخ دي.

 

د ای اېن پي صوبايي مشر وويل چې روانه ناامني يوازې يو ځايي ستونزه نه ده، بلکې د نړيوالو قوتونو د اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو له سيالۍ سره تړاو لري. د هغه په وينا، د دغو سياليو تر ټولو ستر زيان د سيمي عامو خلکو ته رسېږي.

 

هغه زياته کړه چې عوامي نېشنل ګوند به د امن، ولسي حقونو، پرمختګ او سياسي مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي او د ناامنۍ پر ضد به خپل غږ پورته کوي.