د خېبر پښتونخوا د بره دیر ضلعې د اخګرام سیمي په کارو دره کې پروت د ،کاړکبنج، کلی د خپلو شنو غرونو، ځنګلونو، چینو او زړه راښکونکو منظرو له امله د سیمي له ښکلو کلیو څخه ګڼل کېږي. خو د دې ښکلا تر شا د محرومیت یوه اوږده کیسه هم پرته ده.
د سیمي اوسېدونکي وایي، سره له دې چې کاړکبنج د طبیعي ښکلا له پلوه ځانګړی ارزښت لري، خو د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالي یې د پرمختګ مخه نیولې ده.
ځايي خلک وایي چې د سیمي تر ټولو ستره ستونزه د سړکونو خراب حالت دی. د دوي په وینا، د بارانونو او واورو پر مهال لارې لا پسې خرابې شي او د خلکو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. اوسېدونکي شکایت کوي چې ناروغان روغتیايي مرکزونو ته په وخت نه شي رسولی او زده کوونکي هم هره ورځ د ښوونځیو او تعلیمي ادارو پر لور له سختو ستونزو سره مخ سفر کوي.
د سیمي ځوانان وایي چې په سیمه کې د کالجونو او نورو لوړو تعلیمي ادارو نشتوالی د دوي د راتلونکي پر وړاندې یو لوي خنډ ګرځېدلی دی. د دوي په وینا، ډېر زده کوونکي د مالي ستونزو له امله نه شي کولی چې د لوړو زده کړو لپاره لرې ښارونو ته ولاړ شي، له همدې امله ګڼ شمېر ځوانان له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.
د کاړکبنج اوسېدونکي باور لري چې سیمه یې د سېلګرۍ لپاره پراخ امکانات لري. دوي وایي، د کارو درې ښکلې طبیعي منظرې، شنې غونډۍ او ارامه چاپېریال کولی شي د هېواد له بېلابېلو برخو سیلانیان راجلب کړي، خو د سړکونو خراب وضعیت او د سېلګرۍ اسانتیاوو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې دا سیمه تر ډېره د خلکو له پامه پټه پاتې شي.
د سیمي مشران وایي، که حکومت د سړکونو رغونې، د لوړو زده کړو د اسانتیاوو برابرولو او نورو پرمختیایي پروژو ته پاملرنه وکړي، نو نه یوازې به د خلکو ستونزې هوارې شي، بلکې سیمه به د اقتصادي او سېلګرۍ ودې نوي پړاو ته هم داخله شي.
اوسېدونکي له صوبایي حکومت، ضلعي ادارې او اړوندو چارواکو غواړي چې د کاړکبنج او د کارو درې د نورو سیمو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د اوږدې مودې راهیسي روانه محرومي پای ته ورسوي.
د دوي په وینا، دوي له حکومت څخه ځانګړې غوښتنه نه لري، بلکې یوازې هغه بنسټیزې اسانتیاوې غواړي چې د هېواد د نورو سیمو خلک ترې برخمن دي.

جاوید ملنګ