د کوز سویلي وزيرستان د اعظم ورسک د څلورو قبیلو ګډې جرګې په يوه متفقه پرېکړه کې دولتي ادارو ته ويلي دي چې دوي به په هېڅ صورت خپل کورونه او پلرني کلي پرې نه ږدي.

 

د جرګې ګډونوالو وويل، چې دا د دوي خپلې ځمکې او پلرنۍ سيمي دي او له دغو سيمو د وتلو پوښتنه نه راولاړېږي. دوي زياته کړه چې خلک د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره چمتو دي، خو له خپلو کورونو د بې‌ ځايه کېدو پرېکړه به ونه مني.

 

جرګې همدارنګه پرېکړه وکړه چې که هر څوک يا کورنۍ د سيمي پرېښودو ته غاړه کېږدي، نو د قبایلي دودونو له مخې به ورسره چلند کېږي او پرې به جرمانه لګول کېږي.

 

د جرګې مشرانو وويل چې څلور واړه قبیلو پر خپلې پرېکړې يو موټی دي او د خپلو حقونو، ځمکو او پلرنيو سيمو د ساتنې لپاره به ګډ دريځ خپلوي.