د بنو د میراخېلو سیمي ځايي اوسېدونکو ،د جون په ۷مه، د ملک اکبر خان په مشرۍ د پولیسو له امن کمېټۍ سره د بشپړې همکارۍ او یووالي اعلان کړی دی.

 

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ملک اکبر خان وویل، هغه کسان چې د هېواد د امن او ثبات پر ضد فعالیتونه کوي، باید پوه شي چې ولس د خپل وطن د امنیت، سولې او د خلکو د خوندیتوب لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

 

هغه وویل چې د میراخېلو ولس به تل د ریاستي ادارو او د پولیسو د امن کمېټۍ ترڅنګ ولاړ وي او په سیمه کې د ناامنۍ د خپرولو هره هڅه به شنډوي.

 

ملک اکبر خان د بنو د بېلابېلو فکرونو له مشرانو، قامي سپین ږیرو، ټولنیزو شخصیتونو او عامو خلکو وغوښتل چې د تلپاتې سولې، ورورولۍ او سیمه ییز ثبات لپاره د امن کمېټۍ ملاتړ وکړي او د سولې د ټینګښت په هڅو کې خپل رول ولوبوي.

 

نوموړي زیاته کړه چې سوله، یووالی او ګډه همکاري د پرمختګ، سوکالۍ او بریا بنسټ جوړوي او د سیمي ټول اوسېدونکي باید د امن د ټینګښت لپاره په ګډه هڅې وکړي.