د چارسدې د سردریاب په سیمه کې د تفریح لپاره له پېښوره ورغلې په یوې کورنۍ د کابل سیند په اوبو کې کښتۍ چپه شوې، چې له امله یې اووه کسانو ډوب شول.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، په اغېزمنو کسانو کې درې ماشومان، درې ښځې او یو سړی شامل وو.

 

د ریسکیو چارواکو په وینا، د پېښې له خبر سره سم، د ریسکیو چارسدې د اوبو نه د ژغورلو ډلې، چې د پېښې ځای ته نږدې موجوده وه، سمدستي د ژغورنې عملیات پېل کړل، او د ځايي خلکو په مرسته یې ټول اغېزمن کسان له سیند څخه راویستل.

 

د ژغورنې عملیاتو پر مهال یوه ښځه او یو ماشوم په حساس حالت کې وموندل شول. ښځه د ریسکیو امبولانس له لارې په نازک حالت کې د ضلعې مرکزي روغتون ته ولېږدول شوه، چرته چې ډاکټرانو هلته د هغې د مړینې پخلی وکړ.

ریسکیو چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.