د پوليسو سرچينو لمخې، د کرمې ضلعې د بګن بازار په يو کباړ دوکان کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.
د معلوماتو لمخې، دا پېښه د کوز کرمې په بګن بازار کې ،د جون په ۷مه، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په يوه کباړ دوکان کې د ناڅرګند ساخت بارودي مواد وچاودېدل.
ټپيانو کې ۱۴ کلن محمد او ۷۰ کلن اسلام ګل شامل دي، چې تر لومړنيو طبي مرستو وروسته روغتون ته انتقال کړل شوي دي۔
پوليس وايي چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي او د چاودنې د نوعيت او لاملونو معلومولو هڅې روانې دي۔

علي افضل افضال