د ګورنر هاوس پېښور له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ګورنر فيصل کريم کونډي د شخصي هوايي شرکت “ساؤت اېير” د ډلې له سلاکار ،سهيل علي خان، سره په ګورنر هاوس کې ليدلي دي.

 

په دې موقع ګورنر وويل چې د شندور مېلې په مناسبت د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه سيلانيان او د پولو لوبې مينه وال چترال ته د هوايي سفرونو د بيا پېل په تمه دي. د هغه په وينا، د هوايي رابطو ښه کېدل به د خېبر پښتونخوا سيلانيزو سيمو ته د تګ راتګ اسانتياوې زياتې کړي.

 

فيصل کريم کونډي د ډيره اسماعيل خان هوايي ډګر څخه د الوتنو د بيا پېل هرکلی وکړ او ويې ويل چې له اسلام اباد څخه ډي آیي خان او چترال ته د الوتنو د پېل لپاره تيارۍ روانې دي.

 

هغه زياته کړه چې د هوايي اسانتياوو زياتوالی به نه يوازې سيلانۍ ته وده ورکړي، بلکې سوداګريزې او اقتصادي چارې به هم پياوړې کړي. د نوموړي په وينا، د خېبر پښتونخوا لرې پرتې سيمي د هوايي رابطو له لارې له ملي بهير سره نښلول کېږي.

 

ګورنر وويل چې چترال او ډي آیي خان ته د الوتنو بيا پېل د سيمي د خلکو پخوانۍ غوښتنه وه او حکومت هڅه کوي چې دا اسانتياوې زر تر زره برابرې کړي.

 

په دې ليدنه کې سهيل علي خان وويل چې له پېښوره څخه کوټې او لاهور ته د الوتنو د پېل لپاره هم تيارۍ بشپړې شوې دي او د اړوندو ادارو له اجازې وروسته به دغه الوتنې پېل شي.

 

هغه وويل، که د شندور مېلې تر مخه نوې الوتنې پېل شي، نو دا به د سيلانيانو لپاره لويه اسانتيا وي او د خېبر پښتونخوا د سيلانۍ صنعت ته به ګټه ورسوي.