د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د اعلان لمخې نن ،د جون په ۷مه، د سهار له پنځو بجو څخه ګرځبندېز لګېدلی دی، چې تر د ماښام اوو بجو پورې به نافذ اوسي.
د معلوماتو لمخې، دا ګرځبندېز په ټوله ضلعه کې د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ له امله نافذ شوی دی.
د ضلعي انتظاميې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې ده چې په دې ورځ دې خپلې ورځنۍ چارې محدودې کړي او له قانون پلي کوونکو ادارو سره دې بشپړه همکاري وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې د شپې له دولسو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې پر ولسي تګ راتګ لګېدلی بنديز هم پر خپل ځای دی، له همدې امله خلکو ته د احتياط سپارښتنه شوې ده.
د ضلعي انتظاميې په وينا، دغه اقدامات د امنيتي چارو د تنظيم او د ولسي وګړو د خونديتوب لپاره ترسره کېږي.
تر اوسه د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ د نوعيت يا د عملياتو د جزئياتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

صفدر داوړ