د ایران د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د مکسیکو سرحدي ښار ،تیهوانا، ته رسېدلې، خو د امریکا او ایران ترمنځ د ویزو پر سر راپورته شوې لانجه لا هم روانه ده.
دغه لانجه وروسته له هغې رامنځته شوه چې امریکا د ایران د فوټبال فدراسیون ځینو لوړپوړو چارواکو ته د ویزو له ورکولو ډډه وکړه. د ایران د فوټبال فدراسیون وایي، د فدراسیون مشر ،مهدي تاج، او عمومي منشي ،هدایت ممبني، هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې ویزې ورته نه دي ورکړل شوې.
په انقره کې د امریکا سفیر ،ټام بارک، پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي دي چې امریکايي چارواکو ایراني لوبغاړو او د روزنې ډلې غړو ته ویزې صادرې کړې دي او د نړیوال جام لپاره یې د هغوي هرکلی کړی دی.
خو په ترکیه کې د ایران سفارت د امریکا د سفیر څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې د ایران د ملي لوبډلې ګڼ شمېر اداري او تخنیکي غړي له ویزو بې برخې شوي دي. د ایران د فوټبال فدراسیون دغه اقدام د لوبو په چارو کې سیاسي لاسوهنه بللې او له فیفا څخه یې غوښتي چې دا موضوع وڅېړي.
په همدې حال کې ایراني چارواکو د امنیتي او لوژستیکي ستونزو له امله د خپلې لوبډلې د استوګنې اصلي مرکز د امریکا د اریزونا ایالت له توسان ښار څخه د مکسیکو تیهوانا ښار ته لېږدولی دی.
په مکسیکو کې د ایران سفیر ،ابوالفضل پسندیده، ویلي دي چې د امریکا د ویزو د محدودیتونو له امله به ایراني لوبغاړي یوازې د سیالیو په ورځ امریکا ته سفر کوي او له لوبو وروسته به بېرته مکسیکو ته ستنېږي.
ایران خپلې وروستۍ چمتووالي سیالۍ په ترکیه کې ترسره کړې او په وروستۍ دوستانه لوبه کې یې مالي ته په دوه ـ صفر ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به د جون په ۱۱مه په مکسیکو ښار کې پېل شي. ایران به خپلې لومړۍ دوه ګروپي لوبې د امریکا د لاس اینجلس په ښار کې او درېیمه لوبه د واشنګټن ایالت د سیټل په ښار کې ترسره کړي.
د سیالیو د مهالوېش له مخې ایران به د جون په ۱۵مه له نیوزیلنډ، د جون په ۲۱مه له بلجیم او د جون په ۲۶مه له مصر سره مخامخ شی.

شال نیوز