د قامي شورا اکاخېل او تيراه اکاخېل مشرانو د اورکزو سکاوټس د کمانډنټ کرنل عدنان سره د اورکزو سکاوټس په مرکزي دفتر کې جرګه کړې ده، چې پکې د سيمي د خلکو پر بېلابېلو ستونزو، په ځانګړي ډول د تګ راتګ محدوديتونو او د کرنې او کرکيلې پر وړاندې پرتو خنډونو خبرې وشوې.

 

په جرګه کې پخواني د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي حاجي شفيق اپریدي، د قامي شورا اکاخېل مشر حاجي خيال زمان، حاجي عجب خان، حاجي عبدالجلال، حاجي نظر خان، د ځوان اکاخېل مشر عجب خان، حاجي جهانګير، ګل غفور او نورو قبایلي مشرانو ګډون کړی و.

 

ګډونوالو وويل چې د لارو د بندښت او پر تګ راتګ د محدوديتونو له امله د سيمي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د هغوي په وينا، ناروغان روغتيايي مرکزونو ته په وخت نه شي رسېدی، زده کوونکي د زده کړو لپاره له ستونزو سره مخ دي او سرکاري کارکوونکي هم خپلو دندو ته په تګ راتګ کې مشکلات لري.

 

پخواني ايم پي ای حاجي شفيق اپریدي جرګې ته وويل چې د خوراکي توکو او نورو اړينو توکو رسد هم د تګ راتګ د محدوديتونو له امله اغېزمن شوی دی او دې وضعيت د سيمي د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

 

هغه زياته کړه چې د تيراه د ډېرو اوسېدونکو د ژوند د تېرولو وسيله کرنه او کرکيله ده، خو د امنيتي محدوديتونو له امله ګڼ شمېر بزګران خپلو کرنيزو ځمکو ته لاسرسی نه لري.

 

نوموړي غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې خپلو ځمکو ته د تګ او د کرکيلې د ترسره کولو اسانتياوې برابرې شي، څو د هغوي اقتصادي ستونزې راکمې شي.

 

د اورکزو سکاوټس کمانډنټ کرنل عدنان د جرګې ګډونوالو ته د وينا پر مهال د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه وويل چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره به له قامي مشرانو سره مشورې او رابطې روانې ساتل کېږي.

 

کرنل عدنان اعلان وکړ چې د جون په لسمه نېټه به د شډله اکاخېل په سيمه کې د اورکزو سکاوټس د اړوندو چارواکو او سيمه ييزو مشرانو ترمنځ بله جرګه هم ترسره شي، چې پکې به د ولسي ستونزو د حل لپاره پر عملي لارو چارو بحث وشي.

 

نوموړي وويل چې د سيمي د امنيت د ټينګښت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د جرګو او سلا مشورو دود ته دوام ورکول کېږي، څو چارې د متقابل تفاهم او اتفاق له لارې پر مخ ولاړې شي.

 

د جرګې په پای کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د جون په لسمه نېټه به په شډله تيراه کې بيا جرګه کېږي او پکې به د تګ راتګ، کرنيزو چارو او نورو ولسي ستونزو د دوامدار او عملي حل لپاره پر راتلونکو ګامونو غور کېږي.