په داسې حال کې چې د منځني ختیځ په جګړه کې د دوه اونیو اعلان شوی اوربند په نري تار ولاړ دی، اسلام اباد نن د هغې تاریخي ناستې لپاره وروستي چمتووالي نیسي چې ټاکل شوې ده سبا د شنبې په ورځ (د اپریل ۱۱مه) پېل شي.

 

دا مذاکرات وروسته له هغې کېږي چې په سیمه کې د فبرورۍ د ۲۸مې راهیسي پېل شوې جګړې نړیوال امن له سخت ګواښ سره مخ کړی و.

 

د مذاکراتو چوکاټ او مېلمانه

د ډیپلوماټیکو سرچینو له مخې، دواړه وفدونه نن اسلام اباد ته راروان دي. د امريکا د لوري مشري نایب صدر جی ډي وینس کوي، چې ورسره جیرډ کوشنر او سټیو ویټکوف هم ملګري دي. د ايران د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر غاړه ده. دا مذاکرات به د اسلام اباد په 'رېډ زون' کې په یو داسې خوندي ځای کې ترسره کېږي چې یوازې د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ ورته اجازه لري.

 

د پاکستان منځګړیتوب او نړیوال لیدلوري

پاکستان په دې حساس پړاو کې د یو کلیدي منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی. که څه هم تر اوسه د دواړو خواوو (۱۰ ماده ییز او ۱۵ ماده ییز) وړاندیزونه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو د باوري سرچینو په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو توپیر لا هم ډېر زیات دی. امريکا د هرمز تنګي د پرانیستلو او د ايران د ایټمي پروګرام د محدودولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې ايران د جګړې د بشپړ بندېدو او د لګول شوو بندیزونو د لرې کولو غوښتونکی دی.

 

د سبانۍ ناستې اهمیت

ډیپلوماټیک کارپوهان په دې نظر دي چې د سبا ورځې خبرې به یوازې د یوې لومړنۍ ناستې بڼه ولري. د ايران لخوا د جی ډي وینس په نوم د مذاکراتو منل یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه تهران تر دې وړاندې له ځینو نورو امريکایي استازو سره له خبرو انکار کړی و. د اسلام اباد دا مېز اوس د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازینۍ ډیپلوماټیکه هیله ده.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن د مېلمنو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او په اسلام اباد کې یې د ډیپلوماټانو د تګ راتګ پر مهال د عامه نظم ساتلو لپاره کلک ګامونه پورته کړي دي.