د پاکستان د ملي لارو ادارې اجرايوي بورډ د شمالي وزيرستان د غلام خان پولې او د پنجاب د ميانوالۍ ضلعې د عیسیٰ خېل انټرچېنج ترمنځ د موټروې د جوړولو لومړنۍ تخنيکي طرحه د منظورۍ لپاره د اړوندو ادارو مخې ته سپارلو سپارښتنه کړې ده.

 

د ټولنيزو رسنيو پر ځينو پاڼو خپرو شويو معلوماتو له مخې، د يادې موټروې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۵ کيلوميټره دی او اټکلي لګښت يې ۱۸۴ اعشاريه ۴ اربه روپۍ ښودل شوی دی. ويل شوي دي، چې پروژه به د شمالي وزيرستان او ميانوالي ترمنځ جوړه شي او د سي پیک لوېديځې لارې سره به ونښلول شي.

 

بلخوا، شال نيوز ته رسېدلي يو رسمي سند ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل مياشت کې د هغه وخت د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له خوا وزيراعظم ته د غلام خان او عیسیٰ خېل ترمنځ د موټروې د جوړولو غوښتنه شوې وه. د وزيراعظم دفتر دغه غوښتنه د پلان جوړونې وزارت او د مواصلاتو وزارت ته د غور او اړينو اقداماتو لپاره لېږلې وه.

 

تر اوسه د مرکزي پرمختيايي کاري ډلې او يا د اقتصادي رابطې ملي کمېټې له خوا د پروژې د وروستۍ منظورۍ اعلان نه دی شوی، خو د ملي لارو ادارې د اجرايوي بورډ سپارښتنه د پروژې د پرمختګ په لړ کې يو مهم ګام بلل کېږي.

 

د سيمي اوسېدونکي له اوږدې مودې راهيسي د غلام خان بندر د هېواد له لویو مواصلاتي شبکو سره د نښلولو غوښتنه کوي. د دوي په وينا، د دې لارې جوړېدل به د سوداګرۍ، تګ راتګ او اقتصادي فعاليتونو په پراختيا کې مهم رول ولوبوي.