د بر سویلي وزیرستان د سراروغې سیمي سیاسي اتحاد د خپلو غوښتنو په ملاتړ احتجاجي لاریون ترسره کړی، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، فعالانو او د سیمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

 

د احتجاج پر مهال مظاهره‌ چیانو په لاسونو کې بینرونه او پلې کارډونه پورته کړي وو، چې پرې د نااعلان شویو ګرځبندیزونو د ختمولو، په بېلابېلو سیمو کې د لګول شویو داخله پوسټونو د لرې کولو او پر ملکي سیمو د مارټر ګولیو د لګېدو د پېښو د مخنیوي غوښتنې لیکل شوې وې.

 

ویناوالو خپلو خبرو کې وویل، چې نااعلان شویو ګرځبندیزونو د خلکو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی او په بېلابېلو سیمو کې د داخله پوسټونو له امله ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

 

دوي زیاته کړه، چې د سیمي په اړه پرېکړې د ځایي ولس او سیاسي استازو له مشورې پرته کېږي، چې له امله یې د خلکو ترمنځ اندېښنې او بې‌ باوري زیاته شوې ده.

 

د احتجاج ګډونوالو وویل، چې پر ودانیو د مارټر ګولیو د لګېدو پېښې د خلکو لپاره د وېرې او ناامنۍ سبب ګرځي او غوښتنه یې وکړه، چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره دې بېړني او اغېزمن اقدامات وشي.

 

مظاهره ‌چیانو ټینګار وکړ، چې تر هغو به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي، څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.