د افغانستان د غزني ولایت ځایي چارواکو ویلي دي، چې د دې ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې ،د جون په ۵مه، یو ۲۰ کلن ځوان د لامبو وهلو پر مهال د بند شرارې اوبو ته ولوېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

 

 د غزني د امنیه قوماندانۍ د پېښو پر وړاندې د رسېدو او اوروژنې مدیریت مسلکي ټیم د خبر تر ترلاسه کولو وروسته سیمي ته ورسېد او د ژغورنې عملیات یې ترسره کړل. چارواکي وايي چې د ژغورنې ډلې د ځوان جسد له اوبو څخه راویست، خو نوموړی تر رسېدو مخکې مړ شوی و.

 

د راپورونو له مخې، مړ شوی کس د څارویو شپون و. تر اوسه د پېښې د نورو جزیاتو او احتمالي لاملونو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

 

سیمه ییزو چارواکو له خلکو غوښتي، چې د اوبو ژورو سیمو او بندونو ته د تګ پر مهال د خوندیتوب تدابیر مراعات کړي.