د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې اعلان کړی دی چې ،د جون په ۶مه، د شنبې په ورځ، به د سهار له ۵ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې په ټوله ضلعه کې ګرځبندېز نافذ وي.
د انتظاميې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دا بنديز د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ او امنيتي تدبيرونو د تنظيم لپاره لګول شوی دی.
انتظاميې له ولس څخه غوښتنه کړې ده چې د يادې ورځې لپاره خپلې ورځنۍ چارې له وړاندې تنظيم کړي، له غير ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او له قانون پلي کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې پر ولسي تګ راتګ لګېدلی پخوانی بنديز به هم پر خپل ځای پاتې وي، نو ځکه خلکو ته د احتياط او اړينو تدبيرونو نيولو سپارښتنه شوې ده.
د ضلعي انتظاميې په وينا، دغه اقدامات د امنيتي چارو د ښه تنظيم او د ولس د خونديتوب لپاره ترسره کېږي.

صفدر داوړ