د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند مشر ،مولانا فضل الرحمن، ویلي دي چې پاکستان دا مهال له اقتصادي، امنیتي او بهرنیو سیاستونو پورې تړلو جدي ننګونو سره مخ دی او د هېواد د پالیسیو په اړه باید مهمې پوښتنې راپورته شي.
نوموړي ،د جون په ۳مه، د بلوچستان د پشین ضلعې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې د جمعیت علماء اسلام غونډو ته د خلکو پراخ ګډون د ګوند پر پالیسۍ د ولس د باور څرګندونه کوي.
مولانا فضل الرحمن وویل، چې د ګوند یو شمېر مشران، دیني عالمان او کارکوونکي په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي، خو جمعیت علماء اسلام د فرقه ییزو او قامي اختلافاتو پر ځای د ټولو قامونو او سیمو د حقونو د ملاتړ دریځ خپل کړی دی.
هغه د پاکستان پر اقتصادي او بهرني سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او سوداګرۍ محدودیتونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان، هند او چین له لارو د سوداګرۍ او سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو په اړه باید اغېزمنې پالیسۍ جوړې شي.
د جمعیت علماء اسلام مشر د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ترهګرۍ ضد اوږدو عملیاتو سره سره لا هم امنیتي ستونزې پر ځای پاتې دي. هغه له پالیسي جوړوونکو وغوښتل چې د امنیتي تګلارو اغېزمنتیا و ارزوي.
مولانا فضل الرحمن د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د سیمي ستونزې باید د سیاسي تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
نوموړي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اسلامي نړۍ لوي هېوادونه کولی شي د ګډو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره د همغږۍ پراخ چوکاټ رامنځته کړي.
هغه د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل چې جمعیت علماء اسلام به د بلوچستان او پښتنې سیمو د خلکو د حقونو او ځمکو د ساتنې ملاتړ ته دوام ورکړي.

نعيم اچکزئي